د ملي دفاع وزارت سرپرست د روسیې هېواد لوړپوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۹:۴
د ملي دفاع وزارت سرپرست د روسیې هېواد لوړپوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي، سرګي شویګو دبیرکل کوله د ياد هېواد د صدراعظم مرستیال الکسي آویرچوک، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې ځانګړی او بشپړ واک لرونکی سفیر دمیتري ژیرنوف، او ګڼو نورو غړو هم ګډون کړی و.

د ملي دفاع وزارت سرپرست راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اسلامي امارت نوم له تور لیست څخه د ایستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د روسیې هېواد د هڅو ستاینه وکړه.

د روسیې لوري هم د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت هڅې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې وستایلې.

د ناستې په دوام دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه ټینګار او خوښي څرګنده کړه او بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته