د امریکا متحده ایالاتو د ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۷:۳۲
د امریکا متحده ایالاتو د ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل

د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره د نویو جنګي وسایطو کومک وکړ.

شاه محمود میاخیل د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست د دې کومک نه مننه وکړه او وه یې ویل: د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لری، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ ملي اردو ځواکونه په نوو جنګي تجهیزاتو مجهز شي.

د ټکنالوژۍ د تامیناتو او لوژستیک مرستیال عبدالله رقیبي وویل: له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والي او تينګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي.

په دغه وسایطو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رنجرې، ۲۳ امبولانس، او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي، تمه ده چې ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۹:۳۸
Background image

د ملي دفاع وزارت مشرتابه لومړنۍ غونډه د قول اردوګانو د قوماندانانو او مرستيالانو په ګډون تر سره شوه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" د ياد وزارت د مشرتابه په لومړنۍ غونډه کې، چې پکې د مرکزي او سيمه ايزو قول اردوګانو قوماندانانو او مرستيالانو ګډون درلود، په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۷:۴۴
Background image

د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه لسګونه منسوبين فارغ شول

نن د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لسګونه منسوبینو د يولړ بنسټيزو، پوځي او مسلکي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او پرسونل مرستیال، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۱۷:۳۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان معرفي کړ

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین «منصور» معرفي کړ.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د هوايي ځواکونو د. . .

بېرته خبرونه ته