د ۲۰۳ منصوري قول اردو دوهمې پلې لوا قوماندان رسماًمعرفي شو

s.mohmand
مولوي نقیب الله"جمال"د ا.ا.ا رهبرۍ دحکم له مخې د۲۰۳منصوري قول اردو ددوهمې پلې لوا دقوماندان په توګه ټاکل شوی وو؛د ستر درستيز مرستيال حاجي مالي خان لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې مجاهدینو او ددغې لوا غړو ته وروپېژندل شو. د ملي دفاع وزارت ستر درستيز مرستیال په نظام کې بدلون یو اصل وباله او د رهبرۍ د حکمونو پر اصولو یې ټینګار وکړ، په پای کې نوموړي نوي قوماندان ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.