د دولتي سرچینو ناوړه ګټه اخستنه فساد دي موږ د فساد له منځه وړلو لپاره باید له ځانه پیل وکړو

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۴:۵۲
د دولتي سرچینو ناوړه ګټه اخستنه فساد دي موږ د فساد له منځه وړلو لپاره باید له ځانه پیل وکړو


 د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د شتمنیو د ثبت بررسۍ رییس، جنرالانو، افسرانو او د ملي اردو منسوبینو په ملي دفاع وزارت کې د شتمنیو د ثبت پروسې، ظرفیت لوړلو او د راپور ورکولو د څرنګوالي په موخه درې ورځنی سیمینار تر سره شو، ګډون کړی وو.  

په دې محفل کې؛ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د خلکو باور په حکومت او د هېواد په دفاعي او امنیتي ځواکونو د شفافیت او د اداراتو د مسؤلانو د حساب ورکونې پورې تړلی یاد کړ، او د دې مطلب په څرګندلو سره یې وویل: تر هغه وخته چې د فساد پر وړاندې مبارزه له خپل ځانه پیل نه کړو، موږ به و نه توانیږو چې یوه سالمه، ځواب ویونکې او باوري اداره ولرو.

لومړي مرستیال، فساد د لاملونو څرګندولو په دوام زیاته کړه:" په ادارو کې د باور او کاري ژمنې را منځه ته کول د حکومتدارې یو مهم اصل دی او موږ دا اصل بنسټیز کوو."

همدا راز د شتمنیو د بررسۍ رییس عبدالودود بشریار په دولتي دفترونو کې د شتمنیو د خپرولو او ثبت پروسې د پلي کیدو، اهمیت او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:"د دې ملي پروسې په پلي کیدو سره نه یوازې په دفترونو کې د فساد مخه نیول کیږي؛ بلکي د میلونونو افغانیو د تیښتې مخه به هم ونیول شي. همداراز، ښاغلي بشریار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دولتي اشخاص چې نه غواړي خپلې شتمنۍ ثبت کړي څارنوالۍ ته به ور وپیژندل شي."

د پوهاوي دغه سیمینار د ولسمشرۍد چارو د ریاست په همکارۍ د ملي دفاع وزارت سرمفتشیت له خوا تنظیم شوی او درې ورځې په دې وزارت کې دوام وکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته