۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدګړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۷:۳۸
 ۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدګړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ شول

په ګډ محاربوي ښوونیز مرکز کې د ۲۰۰ ښځینه وو په ګډون د ۱۲۷۹ تنو سرتیرو او بریدملانو د فراغت مراسم، د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستیالې "منیره یوسف زاده" په ګډون ددغه وزارت د یوشمیر جنرالانو او افسرانو په شتون کې ترسره شول.

دغو سرتیرو او بریدملانو پرمختللې پوځي زدکړې لیدلي او له هر پلوه د خلکو د ځان او مال دفاع ته چمتو دي.

په دې مراسمو کې د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې وویل: طالبانو د جګړې په ډګر کې زمونږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې اما د ماتې د اعتراف شجاعت نلري او پر ملکي وګړو او عمومي ځایونو او بنسټونو بریدونه ترسره کوي.

طالبان له دین څخه په ناسم قرائت سره په دننه او بهر کې د اسلامي علماوو له جدي عکس العمل سره مخ شوي دي، او دغو علماوو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو او تروریستانو جګړه دیني مشروعیت نلري.

طالبان نه یوازې د خلکو پر وړاندې منفور شوي دي بلکې کړنې یې د دیني علماوو په منځ کې هم مردود دي.

منیره یوسف زاده پوځي ښځینه وو ته په خبرو کې وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې ستاسو شتون ددې لامل شوی دی چې طالبان ددې توان ونلري چې پر افغان ښځو محدودیت وضع کړي، تاسو نه یوازې د ټولو افغان ښځو لپاره بېلګه یاست بلکې په نړیوالې الګو بدل شوي یاست چې په ډیری نړیوالو کنفراسونو کې ستاسو شتون او استقامت ستایل شوی دی.

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او آرامتیا د ټینګښت په موخه به په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي.

ټاکل شوې دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په ډګرونو کې میشت شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۲۱:۲۴
Background image

کندهار ولایت ته د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیأ سفر

د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیأ" د هېواد د ځانګړو قطعاتو او هوایي قول اردو د عمومي قوماندانانو په ملتیا...

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۹:۳۱
Background image

د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې له مرستیالې سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل " د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې مرستیالې میرمن بتریس" اوچسلي " سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل...

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۹:۴۷
Background image

د رسنیو له ارشدو مسوولانو سره د ملي دفاع وزارت د مشرتابه لیدنه او خبرې اترې

د ملي دفاع وزارت وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل"، د پرسونل او ښوونې په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره "یوسف زاده"...

بېرته خبرونه ته