د هېواد د دفاعي او امنیتي ارګانونو له متقاعدو افسرانو او جنرالانو سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۹:۴۴
د هېواد د دفاعي او امنیتي ارګانونو له متقاعدو افسرانو او جنرالانو سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل"، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست له یوشمیر متقاعدو افسرانو او جنرالانو سره ددغه وزارت په مقر کې ولیدل.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د متقاعدو افسرانو او جنرالانو له ګټورو سلا مشورو قدرداني وکړه وې ویل: د خلکو ملاتړ او د مشرانو سلا مشورې، د دفاعي او امنیتي ځواکونو د خدمت کولو انګیزه څو برابره کوي او هېواد ته د خدمت کولو په برخه کې لا زیات قوت ترلاسه کوي.

د هېواد د دفاعي او امنیتي ارګانونو متقاعدو افسرانو او جنرالانو هم د دفاعي او امنیتي ځواکونو په هر اړخیز ملاتړ، ښې حکومتولۍ، د اوسني نظام په ساتنې او د تیرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته