د ملي دفاع وزارت مشرتابه لومړنۍ غونډه د قول اردوګانو د قوماندانانو او مرستيالانو په ګډون تر سره شوه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۹:۳۸
د ملي دفاع وزارت مشرتابه لومړنۍ غونډه د قول اردوګانو د قوماندانانو او مرستيالانو په ګډون تر سره شوه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" د ياد وزارت د مشرتابه په لومړنۍ غونډه کې، چې پکې د مرکزي او سيمه ايزو قول اردوګانو قوماندانانو او مرستيالانو ګډون درلود، په بيلابيلو موضوعاتو خبرې ترسره کړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د قول اردوګانو د مشرتابه د ګزارشونو او وړانديزو اوريدلو وروسته، د کارونو په چټکتيا، د لواګانو او پوځي قطعاتو په فعالولو، د سرحداتو په کنټرول او ساتنه، په ښه توګه د امنيت ټينګښت، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ځواکونو، کارکونکو ثبت او راجسټر، د اداراتو او قول اردوګانو د کاري سيسټمو په برابرولو باندې خبرې وکړې او لازمې لاښوونې يې کړې.

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير د ديني، عقيدتي، عصري او مسلکي زده کړو تر څنګ په پوځي قطعاتو کې پر پوځي زده کړو هم ټينګار وکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته