د امریکا متحده ایالاتو د ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل

د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره د نویو جنګي وسایطو کومک وکړ.
شاه محمود میاخیل د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست د دې کومک نه مننه وکړه او وه یې ویل: د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملي اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لری، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ ملي اردو ځواکونه په نوو جنګي تجهیزاتو مجهز شي.
د ټکنالوژۍ د تامیناتو او لوژستیک مرستیال عبدالله رقیبي وویل: له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والي او تينګښت په برخه کې ګټه واخیستل شي.
په دغه وسایطو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رنجرې، ۲۳ امبولانس، او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي، تمه ده چې ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شي.