د دفاعي او امنیتي ځواکونود قوماندانانو ګډ کنفرانس چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې د دوه ورځو لپاره جوړ شوی وه، پای ته ورسید

zia_omid
Thu, Mar 14 2019 6:06 PM
د دفاعي او امنیتي ځواکونود قوماندانانو ګډ کنفرانس چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې د دوه ورځو لپاره جوړ شوی وه، پای ته ورسید

کابل: افغانستان: د دفاعي او امنیتي ځواکونو د قوماندانانو ګډ کنفرانس د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت د قطعاتو د یوکال لاسته راوړنو د ارزونې او همدا راز په روان کال کې د دغو ځواکونو د مورال او پوځي قابلیتونو د لوړوالي ، د ځواکونو پر ځای کارول ؛ په وخت باندې د امکاناتو رسول او د دغو ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخ نیوي په هکله چي د کب په ۲۲ نیټې پیل شوی وه نن ماښام پای ته ورسید. 
د دغه کنفرانس په پاي غونډه کې چې د ملي دفاع وزارت په تالارکې جوړه شوې وه د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله "عبدالله" هم ګډون درلود، په پیل کې د مسلح ځواکونو لوي درستیز ډګر جنرال بسم الله "وزیري" د کنفرانس د لاسته راوړنې په هکله معلومات ورکړاو زیاته یې کړه: "یاد کنفرانس کې په درې مهمو ټکو باندې بحث وشو، د سولې تینګښت، د روانو ټاکنو د امنیت د ساتنې او د ځواکونو پر ځاي کارول.
د سولي د ټینګښت په هکله د مسلح قواوو لوي درستیزروان کال یي ډیر مهم او د ستونزونه ډک کال وباله او وې ویل د غوندې ګډونکوونکو د طالبانو، داعش او نورو ترهګریزو ډلو د له منځه وړلو په موخه د یو دقیق پوځي عملیاتو پر لاره اچولو غوښتونکي شو او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو پر وړاندې دې پوځي فشارونه ډیر شي تر څو هغوي افغان دولت سره سولې ته غاړه کیږدي.
همدا راز د تاکنو د امنیت په برخه کې یي وویل:" د غوندې ګډونکونو هوډ کړۍ چې د پارلماني ټاکنو په شان به ملي اردو،ملي پولیس او ملي امنیت ځواکونه په بی طرفۍ او ریښتنولۍ سره د ټاکنو د سرته کولو امنیت ساتي.
د مسلح قواوو لوي درستیز وویل:" د ځواکونو د ودې په برخه کې ښوونیز او وظیفوي سایکلونه جوړه وو ، په دې برخه کې به د یو منظم پلان پر اساس پر مخ لاړ شو.
او همدا راز د ځواکونو پر ځاي کارول، پوځي وسایطو او تجهیزاتو نه په سمه توګه کار اخیستل، د قطعاتو لپاره پر وخت د لوژستیکي امکاناتو رسول او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوې په هکله هر اړخیره خبرې وکړې.
وروسته د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د غوندې ګډونوالو ته په خبرې کې وویل :" زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې حساسو شرایطو کې دروند مسوولیت پر غاړه لري د دوي قربانۍ په دې ټپل شوي جګړه کې باید هيڅکله د سولې پر خبرو اترو کې له پامه ونه لویږي. د افغانستان خلک او دولت سوله غواړي هغه سوله چې د افغانانو عزت او وقار په پام کې نیول شوی وي.
افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه باید تر هغه پورې چې سوله منځ ته نه یې راغلې ، جګړه ایز چمتو والۍ ولري او د هغوي په کړنه او دندو کې باید هیڅ ډول بدلون را منځ ته نشي. 
ښاغلي عبدالله په پاي کې د غوندې ګډونکوونکو ته ډاډ ورکړ چې تاسو د سولې نه وروسته به هم د افغانستان د خلکو د سر تاج و اوسې.
د غوندې په بله برخه کې د غوڅ ملاتړ قوماندانې مرستیال ښاغلی سلواتور کامپوریل ګډونوالو ته په مننې وویل: " د قوماندانانو دغه دوه ورځنی کنفرانس ډیر ګټور وه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هکله چې په یوه بنسټیزه تګلارې بحث وشو دا یو مهم ټکي وو.
د غوندې په پاي کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ګډونوالو سره د مخه ښې تر څنګ د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو هغه کوښښونه یې چې په ۱۳۹۷ کال کې د امنیت د راوستلو په موخه تر سره کړي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ژوند تر آخرې سلګې پورې د هیواد او د خلکو نه ساتنه کوي.

Latest news

Sun, Jan 26 2025 6:10 PM
Background image

The Acting Minister of National Defense Met with The Iranian Foreign Minister and his Accompanying Delegation

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid,” Acting Minister of National Defense, hosted Iranian Foreign Minister Sayed Abbas Araghchi along with his delegation in his office today.

During the. . .

Thu, Jan 23 2025 3:44 PM
Background image

The Deputy Ambassador of Qatar met with the Defense Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan.

Mawlawi Mohammad Yaqoob "Mujahid" Minister of National Defense of the IEA, received the Deputy Ambassador of Qatar, Mr. Murdaf al-Qashouti, at his office in Kabul today.

He appreciated. . .

Wed, Jan 22 2025 5:06 PM
Background image

Mawlawi Mohammad Yaqoob “Mujahid”, Acting Minister of National Defense, Meets with Saudi Ambassador

The Acting Minister of National Defense held a meeting with Mr. Faisal Talaq al-Baqmi, the Royal Ambassador of Saudi Arabia to Kabul at his office today.

During this meeting, the. . .

BACK TO NEWS