د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشير ولايت څخه لېدنه وکړه د خلکو او مسوولينو سره يې له نږدې وکتل
نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» پنجشير ولايت ته سفر وکړ، د دفاعي او امنیتي ځواکونو، قومي مخورو او يو شمېر نورو قشرونو سره يې وکتل.
په دې سفر کې، د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشير ولايت خلکو د وړانديزونو اوريدلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې د دښمن د تبليغاتو ښکار نه شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او هم د نظم په ساتلو کې د مسوولينو سره هراړخيزه همکاري وکړي.
همداراز ډاډ يې ورکړ چې هیچ اخلالګر ته به د امنيت خرابولو اجازه ورنه کړي.
له بلې خوا د ملي دفاع سرپرست وزیر د ياد ولايت امنيتي وضعيت ښه ياد کړ، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو کړنې او فعاليت يې وستايه.
د امنيت د لا ټينګښت په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.