د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشير ولايت څخه لېدنه وکړه د خلکو او مسوولينو سره يې له نږدې وکتل

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۱/۲/۳۰ - ۲۲:۴۵

نن د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» پنجشير ولايت ته سفر وکړ، د دفاعي او امنیتي ځواکونو، قومي مخورو او يو شمېر نورو قشرونو سره يې وکتل.

په دې سفر کې، د ملي دفاع سرپرست وزیر د پنجشير ولايت خلکو د وړانديزونو اوريدلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې د دښمن د تبليغاتو ښکار نه شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او هم د نظم په ساتلو کې د مسوولينو سره هراړخيزه همکاري وکړي.

همداراز ډاډ يې ورکړ چې هیچ اخلالګر ته به د امنيت خرابولو اجازه ورنه کړي.

له بلې خوا د ملي دفاع سرپرست وزیر د ياد ولايت امنيتي وضعيت ښه ياد کړ، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو کړنې او فعاليت يې وستايه.

د امنيت د لا ټينګښت په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۷:۰
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزير په مشرۍ د ملي دفاع وزارت مجاهدینو د رتبو د تثبيت کميسیون د غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه په کار پیل وکړ

نن چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب "مجاهد" په مشرۍ، مجاهدينو د رتبو د تثبيت کمېسيون غونډه جوړه شوې وه؛ په ​​رسمي توګه يې خپل کار پیل کړ.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۳:۳۶
Background image

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژي او پاليسۍ مرستيال د ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت د ستراتيژي او پاليسۍ مرستيال مولوي محمد قاسم فريد او ورسره مل پلاوي د ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه لیدنه وکړه.

مولوی محمد قاسم په دی سفر کی د یادې قول اردو له قوماندان مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۶:۳۷
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د عمر ثالث فرقې او د بدخشان له سرحدي نقطو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د دوه ورځني سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت  ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له مسؤولینو او نظامي منسوبینو سره یې وکتل.

ورپسې. . .

بېرته خبرونه ته