دانترنیټ له لاري د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندانی اړوند دروی دواب ولسوالی سمنګانو ولایت د دویم کنډک پنځمې لوا لپاره دتأسیساتو جوړولو پروژې داوطلبي ته دبلني اعلان دپېژندنې نمبر (ملي دفاع وزارت -۱۴۰۲-ودانېزي چاري-۰۰۸۶-۲۵۱۰۵)
Publish Date
Closing Date
دتدارک موضوع: د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندانی اړوند دروی دواب ولسوالی سمنګانو ولایت د دویم کنډک پنځمې لوا لپاره دتأسیساتو (دیو محراب ۳۰۰ کسیز مسجد شریف په شمول دمنار او د اودسونو دتازه کولو دځای،یو باب کلینیک،یو باب اداري تعمیر، څلور بابه بارک ،څلور بابه ګارډ ټاورونه،یو باب د اشپزخاني او طعام خاني تعمیر،یوباب دقومنداني دقرارګاه تعمیر،یوباب محلي تشناب، یوباب کانتین،یوباب دقراول تعمیر ، یوباب د پیره دارانو تعمیر، یوباب دتشنابونو تعمیر،دجنیراتورونو سایه وان ، یوې حلقې څاه کندل، په شمول دهغو دبریښنایې شبکو داوبورسونې داخلي شبکو او کانالیزاسیون ، یوه دوه خانه70 متره مکعبه سپټیک څاه) د جوړولو پروژه . مالي کال ۱۴۰۲
دملي دفاع وزارت دتدارکاتو محترم ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو دیادي پروژې په داوطلبي کي ګډون وکړي اوپه پاکټ کي تړلي اوبند افرونه دشرطپاڼې دشرایطو او دتدارکاتودقانون اوکړنلاري مطابق وړاندي کړي.
دآفرتضمین : په مقدار د(1512147 یو میلیون او پنځه سوه دوولس زره او یوسلو اووه څلویښت) افغانی اویابل هر ډول اسعار چي دتبادلې وړ، وي منل کیږي . همدارنګه دافر تضمین دبانک ګرنټي (بانکی تضمین پاڼې )په شکل چی دهیواد دمعتبرو بانکونو څخه وي اخستل کیږی . دافردتضمین داعتبار موده باید د ۱۱۸ تقویمی ورځو څخه چی دافر پرانیستنی دورځي څخه پیلیږی کمه نه وی .
ادرس: دتدارکاتوریاست ، خواجه بغرا ، پنځم نمبر بلاک ،۲۱۳ نمبر اطاق
دآفرونو دتسلیمولولپاره ټاکلی وخت: داوطلبان کولای شي خپل افرونه دآفردتضمین سره یوځای تر (27 /6/1402) نېټې پوري چي د ( دوشنبې ) ورځي سره برابریږي ، سهار (10:00) بجو پوري تسلیمولای شی .که چیري دآفر پرانیستنې ورځ د رخصتي له ورځې سره برابره شي ، درخصتې له پای ته رسیدلو سره سم ، درسمیاتو په لمړۍ ورځ ، سهار (10:00) بجې آفر پرانیستنه ترسره کیږي.
دتدارکاتودسندونوژبه : پښتو ، دری
دآفرپرانیستلولپاره ټاکلی وخت: د ( دوشنبې ) ورځ چي د ( 27 /6/1402) نېټې سره سمون خوري سهار (10:00) بجې .
دشرطپاڼي دترلاسه کولولاره : دتدارکاتوریاست دودانیزوچارودتدارکاتو مدیریت .
دآفرپرانیستلو ځای: دملي دفاع وزارت دتدارکاتوریاست، آفر پرانیستني بلاک
۱- یادونه : له قدرمنو داوطلبانو څخه غوښتنه کیږي چي ټوله شرطپاڼه په پوره غور سره مطالعه کړی او دکاري شالید ، ورته پروژو، مالي وړتیا اسناد او دي ته ورته نور اسناد چي په شرطپاڼه کي غوښتل شوي وي تسلیم کړي .
۲-یادونه:که چیري داوطلبان شرطپاڼه دملي دفاع محترم وزارت له سایټ څخه په سافټ ډول ترلاسه کوي له دوی څخه غوښتنه کیږي چي په داوامداره توګه یادسایټ ته مراجعه وکړي ترڅو که چیري په شرطپاڼه کي تعدیلات راځي په اړه یی لازم مالومات لاسته راوړي او دآفر دتسلیمولو په وخت کي (داړتیا په صورت کي) نوموړي تعدیلات مهراو امضاکړی او له خپل آفر سره یی یوځای وړاندي کړي
اوهغه شرکتونه چي شرطپاڼه په هارډ (کاپي) ډول ترلاسه کوي په شرطپاڼه کي دهرډول تعدیلاتو په صورت دتدارکاتو ریاست لخوا په رسمي ډول شرکت ته صادریږي چي شرکت یی مهر اوامضاکړي او له آفرسره یی یوځای وړاندي کړي .
هغه داوطلبان چی شرطپاڼه دانترنیټ له لاري ترلاسه کوي دراجستر په موخه دآفرپرانیستنې له جلسي څخه مخکي ددرخواست له پاڼې سره یوځای دتدارکاتوریاست ته مراجعه وکړي
۳-یادونه : که چیري د داوطلبي د اعلان او دداوطلبي داسنادو دنېټې ترمینځ توپیر وي دشرطپاڼي نېټه داعتبار وړ ده .
نوټ : دیادي پروژې اعلان او شرطپاڼه په سافټ ډول په یوه سی ډي (CD)کي له دي مکتوب سره یوځاي تاسو ته درولیږل شو .
Documents
دانترنیټ له لاري د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندانی اړوند دروی دواب ولسوالی سمنګانو ولایت د دویم کنډک پنځمې لوا لپاره دتأسیساتو جوړولدانترنیټ له لاري د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندانی اړوند دروی دواب ولسوالی سمنګانو ولایت د دویم کنډک پنځمې لوا لپاره دتأسیساتو جوړول