د کندهار ولابت ریګستان ولسوالي دریمې لوا اووم کنډک لپاره د 8 بابه 10 کسیزه پوستو دهغو اړوند سولري برق شبکې ، اوبو رسونې
Publish Date
Closing Date
موضوع: د(0190)تړون د اعطا دپریکړې خبرتیا
هیله مند یو چي لاندي متن به دملي دفاع وزارت دستراتیژیکوارتباطاتو او عامه چارو محترم ریاست محترمي ادارې ته ولیږئ ترڅو دیادي ادارې له وبسایت څخه خپورشي .
په دي توګه د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي ، چې د تدارکاتو ریاست د دملي دفاع وزارت د ودانیزو او ملکیتونو چارو ریاست څخه په نمایندګی په پام کې لري د [د کندهار ولابت ریګستان ولسوالي دریمې لوا اووم کنډک لپاره د 8 بابه 10 کسیزه پوستو دهغو اړوند سولري برق شبکې ، اوبو رسونې شبکې ، په شمول د ګارډ تاور، صحرایی تشناب او احاطوي دیوال جوړولو پروژې ، داوطلبي ګڼه : (ملي دفاع وزارت -۱۴۰۲-ودانېزي چاري-۰۱۹۰-۲۵۱۰۵)".] تړون دامان پوپلزی ساختماني شرکت ته چې دجواز شمېره یې (D-31257) او په (چهاراهی سلیم کاروان جوهر پلازا ناحیه 4 ، مرکز کابل ) کې موقیعت لري د (20080546.2) افغانی ټولیز مبلغ اعطا کړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه ) ولري ، کولای شي خپله نیوکه ددې خبرتیا دخپریدو له نېټې څخه دریاست الوزراء محترم مقام د 1528 ګڼه ، 22/3/1445 نېټه حکم سره سم تر څلورو تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو ریاست دودانیزو چارو دتدارکاتو مدیریت ته چي په ۱۵ ناحیه خواجه بغرا سا بقه ګارډ کې موقیعت لري دتدارکاتو قانون دپنځوسمې مادې دحکمونو سره سم وړاندي کړي.
داخبرتیا دتړون دعقد په مانا نه ده او دپورته یادي شوي مودي او ور پسي قانوني پړاونو تر بشپړیدو پوري به تړون عقد نه شي..