خبرونه
فاریاب کې هوايي برېد په ترڅ کې ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره شپه، هوايي ځواکونو د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۸ ترهګر طالبان ووژل شول.
سمنګان کې د هوايي برېد په ترڅ کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول
نن مازدیګر، هوايي ځواکونو د سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند «غزنیګک» سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.
تخار کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول
نن مازدیګر، هوايي ځواکونو د تخار ولایت مرکز اړوند «صافي ها»، «پل جلاد»، «اهنګرا» او «قریه عزیز خان نهر چمن» کلیو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
پکتیکا کې ۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند «شمو خیلو» سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول او۲ نور ټپیان شول.
لوګر کې هوايي برېد کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي قواوو د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول.
غزني کې ۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د غزني ولایت مرکز څلورمې حوزې اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
بلخ کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۸۱ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ او د کلدارې ولسوالۍ اړوند «جوي جدید» سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
تخار کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د تخار ولایت مرکز اړوند کې د ترهګرو طالبانو تجمع په نښه کړه.
چې په پایله کې ۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۵ طالبان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۷۵ طالبان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.