خبرونه
هرات کې ۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هرات ولایت چشت شریف ولسوالۍ “ بندسلما” اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې۲ ترهګر طالبان ووژل شول او ۴ نور يې ټپیان شول.
نيمروز کې ۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د نيمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۳ ترهګر طالبان ووژل شول او ۴ نور يې ټپیان شول.
کندهار کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز پنځلسمې حوزې اړوند پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
بلخ کې د یو هوایي برېد په ترڅ کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ, هوایي ځواکونو د بلخ ولایت کلدارې ولسوالۍ اړوند "جوي جدید" سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپيان شول.
هلمند کې طالبانو د یو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ, هوایي ځواکونو د هلمند ولایت مارجې او نادعلي ولسوالسوالیو اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۴ طالبان ووژل شول او ۱۷۶ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۴ طالبان ووژل شول او ۱۷۶ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
هلمند کې د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ, هوایي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز "لښکرګاه ښار" اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.
جوزجان کې هوایي برېدونو پر مهال ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي قواوو د جوزجان ولایت مرکز “ مرغاب او حسن تابین” کلیو کې دترهګرو طالبانو پټنځایونه په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
کندهار کې ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت پنجوایې ولسوالۍ اړوند پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړل.