خبرونه
زابل کې ۳۰ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د زابل ولایت مرکز "دمه کلاچه، شېرمحمد کلاچه، عبدالرحمن کلاچه او کرین شیله" اړوند سیمو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
پکتیکا کې د ۳ ترهګرو طالبانو نیول کیدل
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو پکتیکا ولایت خېر کوټ ولسوالۍ "پاینده خېلو" کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
هلمند کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۴۶ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار" قلعه مختار، بولان او سورګدر" اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
فاریاب کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول
نن له غرمې مخکې، هوايي ځواکونو د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ اړوند «قره تنه» سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول.
لغمان کې د ۳ ترهګریزو پېښو مخه ونیول شوه
تېره ورځ، ترهګرو طالبانو د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ “ چینچار” پله اړوند سیمه کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موخه ۳ کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو.
پکتیکا کې د یوه پاکستاني په ګډون ۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د یوه پاکستاني په ګډون ۶ ترهګر ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.
تخار کې د ترهګرو طالبانو یو مخکښ قوماندان ووژل شو
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تخار ولایت مرکز اړوند «قره پرچو» سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
کونړ کې ۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ اړوند «سورانو خوړ» سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۳ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
جوزجان کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د جوزجان ولایت مرکز اړوند «حسن تابین» او «مرغاب» سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول، ۱۳ ټپیان او ۱ تن ونیول شو.