خبرپاڼې
په فاریاب کې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي
تیره شپه د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو او طالبانو تر منځ د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "شاخ" کلي کې نښته شوې, چې په ترڅ کې ۷ طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو بریدونه د ۱۰ طالبانو په وژلو په شا وتمبول شو
تیره شپه طالبانو د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې, په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو بریدونه وکړل.
د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شو
طالبانو نن له غرمې مخکې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل, چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو.
په پایله کې دښمن ته درانه تلفات واوښتل او د سیمې وتښتیدل.
په غزني کې د وسله والو طالبانو بريد د ۲ پاکستاني ترهګرو په ګډون د ۱۲ تنه طالبانو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شو
تیره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت د مرکز اړوند د «ارزوخورد» په سيمه کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بريد کړی وو.
د بادغیس-قیصار او د هرات -لامان لار د طالبانو له شتون نه پاکه شوه
څو ورځې مخکې طالبانو د بادغیس -قیصار او د هرات- لامان لارې په اوږدو کې په مسافرو د زور زیاتي او د ترهګریزو کړنو په موخه ټول شوي وو.
په غزني کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهما تو یو زیرمتون له منځه یوړل شو
تیره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایې ځواکونو په ملتيا د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د «ناکام کلي » په سيمه کې د وسله والو ترهګرو د وسلو او مهماتو او چاوديدونکو توکو هغه پټنځای او زیرمنتون په
افغان هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو د برید پلان د مخنیوي په ترڅ کې ۷ تنه ته مرګ ژوبله اوړلي
تیره شپه؛ افغان هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پورې مربوط شاکر آغا ډلې د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په درویشان سیمه کې داسې مهال په نښه کړي، چې په امنیتي و دفاعي ځواکونو یې د بریدونو پلان درلود.
په فاریاب کې د طالبانو د دریو مهمو کسانو په ګډون د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
تیره شپه، طالبان د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ینګي، زرغوي او سر آسیاب په کلیو کې تجمع کړې وه او پلان یې درلود چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
په غزني کې د وسله والو طالبانو بريد د ۸ تنو ترهګرو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شول
تیره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت د مرکز اړوند د «ارزو خورد» په سيمه کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بريد کړی وو.