د تخنیکي ستونزې له کبله په ننګرهار کې د هیواد د هوايي ځواک د یوې چورلکې د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د هیواد د هوایي ځواک یوه MI-17 چورلکه نن شپه ۱۲:۰۰ بجې د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه او متاسفانه سقوط یې وکړ.
په خواشینۍ سره په دې پیښه کې، د الوتنې یوه عمله او یو تن پولیس شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مشرتابه ددغې پیښې شهیدانو ته د الله پاک له درباره جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.