امنيتي او دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو 37 تنو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې ده

s.mohmand

د 205 اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا ځواکونو د هوايي ځواکونو په حمایه د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د ترهګر وسله والو طالبانو 15 تنه وژل شوي او 9 تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه د ارزګان ولایت په ترینکوت کې 8 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او 5 تنه ټپیان دي, په دې عملیاتو د دښمن درې پتنځایونه او 12 میله وسلې تخریب شوي دي.