خبرپاڼې
په کندهار کې ۳۸ طالبان ووژل شول
تیره ورځ دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د کندهار ولایت په "ارغنداب" او "ژیړۍ" ولسوالیو کې د طالب ترهګرو بریدونه دفع او ناکام کړل.
په غزني کې د دوه موټر بم چاودنو مخنیوی وشو
طالب ترهګرو دوه مازدا ډوله موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي وو او نیت یې درلود څو د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي.
ننګرهار ولایت کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو د ماین جوړونې یوه ستره کارخونه ونیوله
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د درېیمې پلې لوا د درېیم کنډک زړه ورو ځواکونو دکشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د زاویې اسمان کلي سیمه کې د وسلوالو طالبانو د بم جوړونې یوه کارخونه
زابل کې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي
طالبانو تېره ورځ د زابل ولایت د میزان او ارغنداب ولسوالیو اړوندو سېمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د کابل جلال آباد په لویه لار د درې چاودنو مخه ونیول شوه
د کابل جلال آباد په لویه لار د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د "ماهیپر خاکي تنګي" تونل او د "ورېښمو" تنګي سیمو کې د طالبانو له لوري درې بشکې ماینونه ځای پر ځای شوي وو، چې د کابل د ۱۱۱ فرقې د درېمې
په لوګر کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
طالبانو تیره ورځ د لوګر ولایت د "څرخ" ولسوالۍ اړوند د "دوسنګک" او "پسپچک" په سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۸ تروریستان ووژل شول
تیره شپه د کندهار ولایت د "میوند" ولسوالۍ په "خاک چوپان" سیمه کې د طالبانو یوې ډلې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
د کندهار په پنجوايي کې د ۵ طالبانو وژل کیدل!
تیره ورځ طالب ترهګرو د کندهار ولایت د پنجوايې ولسوالۍ اړوند د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.
د ارزګان په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه شنډ او دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته
تیره ورځ طالب ترهګرو د ارزګان ولایت په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د بریدونو پلان درلود؛ دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دښمن خپله موخه وګرځوله،