هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه طالبانو د هلمند ولایت په "نهرسراج" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دغو ترهګرو پټنځای په نښه کړ، چې په پایله کې، ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۴ تنه ونیول شول.
همدا راز په یاد برید کې د طالبانو ۲۰۰ په لاس جوړ شوي ماینونه، ۳ موټر او زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.