د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې ۱۹ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالبان د ارزګان ولایت "ګیزاب" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو دبرید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو دفعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه ،چې په پایله کې ۱۹ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
همداراز دطالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.