کمانډو یانو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړ او ۱۳ تنه یې ترې آزاد کړل
تېره شپه د ملي اردو کمانډو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په «واشیر» ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې د ۱ پولیس په ګډون، ۱۳ تنه چې د طالبانو سره بندیان وو، آزاد کړل.
همدا راز د دې عملیاتو په پایله کې د دښمن، ۱ کرولا موټر، ۳ موټر سایکل او ۱ آیکم مخابره لاسته راغلي دي.