خبرپاڼې
د ننګرهار په سرخرود کې ۱٧ طالبان ووژل شول
تیره ورځ طالبان د ننگرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د هوایي برید په پایله کې عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې د ادعا په اړه څېړنې کوي
هوایي ځواک تېره شپه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د "بشران" په سیمه کې هغه مهال د طالبانو یوه ډله په نښه کړه چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو یې د تروریستي برید پلان درلود.
ارزګان ولایت کې دموټر بم برید مخه ونیول شوه
نن ورځ طالبانو غوښتل د چاودیدونکو توکو ډک موټر ارزکان ولایت"ترینکوټ" ولسوالۍ اړوند سیمه کې د صوفیان پر پوستې برید ترسره کړي.
کندهار ولایت کې ۵۳ طالبان ووژل شول او یوه لویه د ماینونو ډیپو یې ویجاړه شوه
تېره ورځ طالبان د کندهار ولایت "ارغنداب" او "خاکریز" ولسوالیو اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
غزني ولایت ته تازه دمي ځواکونه واستول شول
په غزني ولایت کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شول او دغه ځواکونه به په ټول ځواک او توان سره د یاد ولایت اوسیدونکو له ځان او مال څخه دفاع او ساتنه وکړي.
د فراه په بالابلوک کې ۷ طالبان ووژل شول
تیره شپه ترهګرو طالبانو د فراه ولایت د "بالابلوک" ولسوالۍ اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د قندهار په دوه ولسوالیو کې طالبانو ته د رنه مرګ ژوبله!
تیره ورځ طالبانو د قندهار ولایت د ''ژیړۍ'' او ''ارغنداب'' ولسوالیو اړوندو سېمو کی د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنیت پر پوستو د طالبانو د برید پلان له ماتې سره مخ او ۸ ترهګر ووژل شول
د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنیت د ځوابي بریدونو په پایله کې، ۸ طالبان ووژل شول او ۳ تنه ټپیان شول.
کندهار ولایت کې ۳۱ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د "ژیړ ۍ" او "ارغنداب" ولسوالیو اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.