د فراه په پشترود ولسوالۍ کې ۱۱ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ اړوند سېمه کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړ.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول، ۱۳ تنه ټپیان او د دښمن ۱ موتر له منځه یوړل شو.