زابل کې ۵ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ ملي دفاعي ځواکونو د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ لومړی نمبر اړوند "امان کلي" سیمه کې د ترهګرو پروړاندې عملیات ترسره کړل.

د دغو عملیاتو، په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول. دنښتو په ترڅ کې دښمن۲موټرسایلکونه، یوه اندازه وسلې او مهمات ملي دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

همدا راز ۱۴ کړۍ، ماینونه چې طالبانو یاد ولایت شهرصفا او میزان ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو.

خوشبختانه د ملي اردو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.