په بلخ کې د طالبانو ۵ ارشد غړي ووژل شول
تېره ورځ ملي دفاعي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بلخ ولایت چهار بولک ولسوالۍ "زیکزیک" کلي اړوند سیمه کې د ترهګرو قرارګاوو پروړاندې عملیات ترسره کړل.
د دغو عملیاتو، په پایله کې د طالبانو ۵ مهم غړي عبدالخالق"هیبتي"، "ملا عبیدالله"مزمل"، ملا وحیدالله"قاصد"، فدا محمد"قیادت" او ملک الدین"مخلص" په نومونو ووژل شول.