خبرپاڼې
جوزجان کې ۲۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ"کلاباف، زرګر کوڅې، قربوین او تبي" کليو کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
لوګر کې ۱۴ ترهګر ووژل شول
نن مخکې له غرمې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د لوګر محمد اغې ولسوالۍ" زرغون ښار" سیمه کې د ترهګرو طالبانو پټنځای په نښه کړ.
هلمند کې دطالبانو تش په نامه ولسوال په ګډون ۳ ترهګر ووژل شول
نن سهار دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ"سربند" سیمه کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰ طالبان ووژل او ۹۲ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۶۰ طالبان ووژل او ۹۲نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
بلخ کې ۲۳ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ"بودنه قلعه" کلي کې ترهګرو طالبانو پټنځای باندې عملیات ترسره کړل.
ارزګان کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ترهګرو باندې عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۴طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
تخار کې ۳۰ ترهګر ووژل شول
دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، د تخار ولایت چاه اب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترهګرو تجمع او موضع باندې بریدونه وکړل.
د کابل پر ښار د دوه راکټي بریدونو مخنیوی
نن سهار ترهګرو غوښتل کابل ښار پغمان ولسوالۍ" کوه زلزله سنګ" اړوند کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه دوه BM.1 راکټونه چمتو او عیار کړي وو.
غزني کې کومانډو ځانګړو ځواکونو د ۱۵ ترهګریزو بریدونو مخه ونیوله
تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل ۱۵ کړۍ ماینونه د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍکې د ملکي خلکو تګ راتګ او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي.