غزني کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د غزني ولایت اب بند او قره باغ ولسوالیو کې دترهګرو طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول او ۲۵ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن ۱ پټنځای یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.