کابل کې د ۱۳ خونړیو ترهګریزو کړنو مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ طالب ترهګرو د کابل ولایت ۱۹ حوزې اړوند «ناوې» کلي کې د توپ ۱۳ مرمۍ د ملکي او امنیتي ځواکونو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړې وې، چې د دفاعي ځواکونو له خوا کشف او د اوسیدو له ځای څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.

دفاعي ځواکونو د دغه مرمیو په کشفولو سره د ۱۳ خونړیو ترهګریزو کړنو مخه ونیوله او د لسګونه هېوادوالو ژوند يې وژغوره.