د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له فرقې څخه د ملي اسلامي اردو منسوبین له څلورمې دورې څخه فارغ شول

web_admin
جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۳:۲۹
د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له فرقې څخه د ملي اسلامي اردو منسوبین له څلورمې دورې څخه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ٩٤٧ تنه ځانګړي کمانډو ځواکونه د سختو تمریناتو او تعليماتو وروسته د خاصو مراسمو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د تعليمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب"مجاهد"، د اداره امور رئیس شيخ نورالحق"انور"، د کورنیو چارو وزارت اداري معين الحاج مولوي رحمت الله"نجیب"، د ملکي او نظامي چارو مسؤولين، علماء کرام او یو شمېر مجاهدینو ګډون درلود.

مولوي محمد یعقوب"مجاهد" په خپلو خبرو کې ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام  د مخالفینو په وړاندې یوه نه ماتېدونکې مستحکمه کلا ياده کړه، او زیاته یې کړه چې دغه ځواکونه د پرمختللو تجهزاتو څخه په استفادې د مسلکي زده کړو وروسته د هر ډول تهديد په وړاندې چې د هیواد امنیت اخلالوي په قاطعانه ډول دفاع کوي.

په دغه مراسمو کې ځانګړي کمانډو ځواکونه په منظم یونفورم پرمختللو تجهیزاتو سمبال حضور درلود او ځانګړي کمانډویي نمایشات یې نندارې ته وړاندې کړل. نوموړو همداشان ډاډ ورکړ چې د خپلو سرونو په قرباني کولو سره به د هیواد دفاع او ساتنه کوو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته