د ٢٠٩ الفتح قول اردو څخه ٣٠٠ سرحدي سرتيري فارغ شول

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۳ - ۱۲:۵۰
د ٢٠٩ الفتح قول اردو څخه ٣٠٠ سرحدي سرتيري فارغ شول

تيره ورځ د سمنګان ولایت اړوند د سرحدي لوا څخه ۳۰۰ تنه سرتېري د بنسټيزو، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاء الله "عمري"، علماوو او نورو ملکي او نظامي چارواکو په کې ګډون کړی وو، فارغ شول.

د الفتح قول اردو قوماندان د فراغت په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت ځواکونو څخه د هېواد د خپلواکۍ او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې د دوې ميړانې او سرښندنې وستایلې او يادو سرتيرو ته يې وويل: له دې وروسته دغه مسوليت چې تاسو ته سپارل شوى، د امانتدارۍ او خلکو ته د خدمت په کولو کې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړٸ."

دغه روزل شوي او مسلکي سرتېري به د سمنګان ولایت په بېلابېلو برخو کې د ښه امنيت د ټينګښت په موخه وګمارل شي. په داسې حال کې چې تیره ورځ د سرپل ولایت څخه هم ۲۰۰ تنه سرتیري د مسلکي او پوځي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته