‏‎د ناټو سازمان غړیو هېوادونو یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او همکاریو د دوام ژمنه وکړه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۲۲:۲۹
در دومین روز نشست وزیران دفاع کشورهای عضو ناتو در باره افغانستان بحث و گفتگو شد

د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې پر دویمه ورځ د افغانستان په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې ناسته کې د ناټو سر منشي "ینس سټولټنبرګ" د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ملي دفاع د سرپرست وزیر “اسدالله خالد” هڅې وستایلې.

د ناټو سرمنشي وویل، وروستیو ۵ کلونو کې تر ټولو زیاتې سیمې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د طالبانو له ولکې بهر او پاکې شوې دي.

د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په پای کې یو ځل بیا په قاطعیت سره ژمنه وشوه، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به مالي او نظامي مرستو ته دوام ورکړل شي.‎

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته