۱۰۰۰ سرتېري د لومړنیو پوځي زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۳:۵۶
۱۰۰۰ سرتېري د لومړنیو پوځي زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول

د دغو سرتېرو د فراغت مراسم نن کابل کې د محاربوی تعلیماتو ګډه قومندانۍ کې؛ د ستردرستیز د لومړي مرستیال ډګرجنرال اقبال علي نادري او د ملي دفاع وزارت یوشمېر نورو جنرالانو او افسرانو په حضور کې ترسره شول.

دغو سرتېرو د ۱۲ اونیو په لړ کې په سختو شرایطو کې لومړنۍ پوځي روزنه ترلاسه کړه او اوس چمتو دي چې د دښمنانو پر وړاندې د افغانانو مالي او ځاني ساتنه وکړي.

د ستردرستیز لومړي مرستیال وویل:« د ملي پوځ ځواکونه د ویاړلې او باعزته سولې غوښتونکي دي، مګر د دښمن د هرډول بد نیت او کړنو پر وړاندې به ودرېږي او پرې به نږدي څو ترهګر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ورسوي.»

ټاکل شوې دغه سرتېري د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره ځای پر ځای شي.

دغو سرتېرو چمتووالی ښودلی چې د افغانونو خوندیتوب لپاره به خپلې سینې سپر ګرځوي او د افغانستان له دښمنانو سره به د مبارزې په ډګر کې هرډول هڅه وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته