کابل کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ټولنې د بیلابیلو برخو ملاتړ

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۸:۳۷
کابل کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ټولنې د بیلابیلو برخو ملاتړ

نن په کابل کې سلګونه ځوانانو, مدني فعالانو, ملاتړو بنسټونو او د ټولنې بیلابیلو برخو د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

د مراسمو تنظیم کونکو د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې، اتلولۍ، قربانۍ او زړورتیا وستایله او د خلکو د ځان او مال د دفاع، د امنیت ټینګښت، نظم رامنځته کولو او د هېواد په بیلابیلو برخو کې د ترهګرو په ځپلو کې د دوی له کړنو ستاینه وکړه.

فردین "فدایې" د افغانستان د ځوانانو ټولنې رییس چې د ځوانانو په استازولۍ خبرې وکړې، وویل:" د دفاعي او امنیتي اتلو ځواکونو څخه ملاتړ د دې خاورې د هر کس وجیبه ده، طالبان د عام المنفعه تاسیساتو په ویجاړولو او ملکي خلکو په وژلو سره دا ثابتوي چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د مقابلې توان نلري او دغه ځواکونه د هېوادوالو له پراخ ملاتړ او لوړ مورال سره د داخلي او بهرنیو ترهګرو پر وړاندي په جګړه بوخت دي."

له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رییس او ویاند روح الله "احمدزي" د دغو مراسمو له تنظیم کونکو او د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د هغوی له ملاتړه مننه وکړه او وې وویل: د خلکو او ځوانانو په داوطلبه توګه د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ملاتړ د دغو ځواکونو د لا پياوړتیا سبب شوې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړه:" دفاعي او امنیتي ځواکونه د هوایي ځواک په ملاتړ، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو شوم اهداف او پلانونه شنډ کړي او د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه دوام لري."

په دې وروستیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو کړنو, سرښندنو, د ترهګرو پر وړاندې مبارزې او په هېواد کې د امنیت ټینکښت په برخه کې” د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې” له خوا چارواکو، منسوبینو او سرتېرو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته