د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ۴۰۰ تنه مجاهدینو فراغت

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۲۱:۵۰
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ۴۰۰ تنه مجاهدینو فراغت

نن ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنه مجاهدین د نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د مسلحو قواوو لوی درستیز په حضور د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري صاحب فصیح الدین " فطرت" او د یادې قول اردو مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو، د مسلحو قواوو لوی درستیز فارغ شوي مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل چې د خپلو امیرانو اطاعت وکړئ او د ا.ا.ا رهبري د یوې اسلامي، مجهزې، مسلکي، روزل شوې او په ماډرن اسلحو سمباله اردو جوړولو ته ژمن دی.

همدا راز یادو فارغانو ژمنه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې به د اسلامي نظام او خلکو لپاره خدمت کوي.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

بېرته خبرونه ته