د وسلوال پوځ لوی درستیز له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه
د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري فصیح الدین "فطرت" او د اطلاعات او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله "خیرخوا" د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې مسؤلینو د یادې قول اردو قوماندان مولوي امان الدین منصور ته لازمې لارښوونې وکړې او په بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.
همدا راز د یادې قول اردو قوماندان ورته خپلې ستونزې او مشکلات وړاندې کړل، د مسؤلینو له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.