د وسلوال پوځ لوی درستیز د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ د منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۷:۲۷
د وسلوال پوځ لوی درستیز د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ د منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنيو بیلابیلو مسلکي زده کړو څخه نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ٢٠٩ الفتح قول اردو مشرتابه او د شمال زون ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت"  ګډون والو ته پخپلو خبرو کې وویل: دافغانستان اسلامي پوځ د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې سرښندونکي دي، همدا راز مسؤلینو وویل: دغه اسلامی پوځ به داسلامي ارزښتونو، خپلو خلکو او خپلې خاورې ساتنه کوي. 

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هرګوټ کې خدمت ته چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته