د وسلوال پوځ لوی درستیز د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ د منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنيو بیلابیلو مسلکي زده کړو څخه نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ٢٠٩ الفتح قول اردو مشرتابه او د شمال زون ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" ګډون والو ته پخپلو خبرو کې وویل: دافغانستان اسلامي پوځ د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې سرښندونکي دي، همدا راز مسؤلینو وویل: دغه اسلامی پوځ به داسلامي ارزښتونو، خپلو خلکو او خپلې خاورې ساتنه کوي.
په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هرګوټ کې خدمت ته چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.