د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء کندهار ولایت ته ولاړ

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۲۰:۱۵
د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء کندهار ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء له غزني وروسته نن کندهار ته ولاړ, د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو او لاسته راوړنو یې قدردانی او د ۲۱۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال شفیق الله رسول زي ته یې د تورنجنرالۍ رتبې ترفیع او د کندهار د هوایي لوا قوماندان ډګروال فضل کریم فقیر ته یې د برید جنرالۍ ترفیع تفویض کړه.

د وسلوال پوځ لوی درستیز  وویل:"د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ورورستیو عملیاتو کې ترهګرو ته ډېر درانه تلفات واوښتل, ترهګریز پلانونه یې له ماتې سره مخ شول او همدا اوس د پرمختګ په حال کې دي."

 د وسلوال پوځ لوی درستیز د کندهار ولایت له پاره نوي امنیتي پلانونه وارزول او لارښوونه یې وکړه, چې د خلکو امنیت د ټېنګښت او ساتنې په موخه خپل کوښښ لاپسې زیات کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته