د وسلوالو ځواکونو لوی در ستیز او ور سره پلاوي د کندهار ولایت مخورو او قومي مشرانو سره وکتل

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۵:۲۷
د وسلوالو ځواکونو لوی در ستیز او ور سره پلاوي د کندهار ولایت مخورو او قومي مشرانو سره وکتل

 د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي»، د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار «میرزکوال» او د ملي امنیت عمومي ریاست پوځي مرستیال، د کندهار ولایت له وکیلانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل.

د کندهار ولایت مخورو د دفاعي او امنیتي ځواکونو د سرښندنو او قهرمانیو قدردانی وکړ او خپل هر اړخیز ملاتړ یې ترې څرګند کړ، د کندهار ولایت امنیتي ننګونو ته يې ځانګړي وړاندیزونه له چارواکو سره شریک کړل.

د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز د یاد ولایت مخورو د وړاندیزونو له اوریدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د جمهور رییس او وسلوالو ځواکونو اعلی سر قوماندان د لارښوونې پر بنسټ به د کندهار ولایت د شریفو خلکو ستونزو ته ځانګړې توجه کوي.

د وسلوالو ځواکونو لوی در ستیز زیاته کړه:« د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې ستاسې زړور بچیان به په ټول قوت سره د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې جنګیږي او نه پریږدي چې ترهګر خپلو شومو موخو ته ورسیږي.»
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته