د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د هیواد دښېرازۍ په موخه د نیالګيو کېنولو کمپاين وشو

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۸
د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د هیواد دښېرازۍ په موخه د نیالګيو کېنولو کمپاين وشو

د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" او د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د هیواد د ښېرازۍ لپاره نیالګي کښېنول.

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د قطعاتو او جزوتامونو مسؤلینو ته هدایت ورکړ چې د خپل هیواد د ښېرازۍ لپاره یو یو نیالګی کېنوئ.

همدا راز د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق " پخپل پیغام کې وویل: دا هیواد موږ او تاسو پخپله جوړو بل هیڅوک يې نه راته جوړوي او د اسلامي اردو هر فرد ته يې سپارښتنه وکړه چې یو نیالګی د ځان لپاره او یو د هیواد لپاره کېنوي تر څو راتلونکی سپرلی د هيواد د زرغونتيا مثال جوړ شي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۲۱:۲۴
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستیز په ۲۱۹ عمر ثالث فرقه کې د ۳۰۰ تنه مجاهدینو فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې د لومړۍ لوا څخه ۳۰۰ تنه مجاهدین له دري میاشتو نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د لوی درستیز قاري فصیح الدین ''فطرت''، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د هیواد دښېرازۍ په موخه د نیالګيو کېنولو کمپاين وشو

د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" او د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د هیواد د ښېرازۍ لپاره نیالګي کښېنول.

د وسلوال پوځ لوی درستیز. . .

جمعه ۱۴۰۱/۱۲/۱۹ - ۱۳:۲۱
Background image

د وسلوال پوځ مرستيال د هېواد له سرحداتو ليدنه وکړه

د وسله وال پوځ مرستیال حاجي مالي خان "صديق" د یوه نظامي پلاوي په مشرۍ د بدخشان، ننګرهار، هرات، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د اسلامي ملي اردو د سرحدي قطعاتو او جزوتامونو څخه لیدنه وکړه.

. . .

بېرته خبرونه ته