د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۲۰۵ البدر قول اردو د مجاهدینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۹:۴۳
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۲۰۵ البدر قول اردو د مجاهدینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اړوند په۲۰۵البدر قول اردو کې۲۰۰تنه مجاهدین د توپچي غونډ او دافع هوا څانګه کې ددرې میاشتنیو مسلکي اونظامي زده کړو وروسته تيره ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاده غونډه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان ملا مهرالله "حماد" او ګڼ شمیر مسؤلینو ګډون وکړ الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" صاحب په وینا کې فارغ شوي ځواکونه وستایل او دوی ته یې د اسلام او هیواد ساتنې په هکله توصیې وکړې، او زیاته یې کړه چې د سرحداتو ساتنه ستاسو مسؤلیت ده او د خپلې خاوري دفاع ته نور هم چمتو او اماده شئ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته