د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د پېژند ریاست په سیمینار کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا محمد فاضل "مظلوم" د پېژند ریاست په درې ورځني سیمینار کې چې د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو د پیژند مدیرانو ته د فورم یک د تطبیق او د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوی وو ګډون وکړ.
ملا محمد فاضل "مظلوم" صیب پخپلو خبرو کې مجاهدینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې په تعیناتو کې باید سمت پرستي او انډیوالي په نظر کي ونه نیول شي د یو شخص اهلیت په نظر کې ونیسئ، په کارونو کې اخلاص او صداقت وکړئ، د امارت ټولو اصولو ته ژمن اوسئ.
همدا راز د یاد ریاست له لوري د اداري ډیټابیس د ایجادولو په هکله هم معلومات ورکړل شول چې په تیر یونیم کال کې جوړ شوی ده.