د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په دوه ورځني سفر قطر ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» او ور سره مل پلاوی نن د قطر حکومت په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر ياد هېواد ته ولاړل.
ټاکل شوې چې د ملي دفاع سرپرست وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره د علاقې وړ په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
دا د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته بهر ته د ملي دفاع د سرپرست وزیر لومړی سفر دی.