د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی کابل ته را ورسېدل 

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۸ - ۱۷:۴۸
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی کابل ته را ورسېدل 

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره پلاوی د قطر حکومت په رسمي بلنه له دوه ورځني رسمي سفر وروسته نن بيرته هېواد ته راستانه شول.

په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي؛ د قطر له امیر، د ملي امنیت له سلاکار، د دفاع له وزیر او د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې یې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

 د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په بهير کې د قطر له تعلیمي او نظامي مرکزونو ترڅنګ په ياد هېواد کې له مېشتو افغانانو سره هم لیدنه وکړه.

دغه پلاوي له لاسته راوړنو او مع الخير تجربو څخه ډک سفر له تېرولو وروسته بيرته هېواد ته راستانه شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۲۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ له مراکزو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قوماندان الحاج دوکتور محمدطاهر "احرار" یې ملتیا کوله د ستر درستیر د روغتیایي چارو قوماندانۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مرستیالانو ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز پوځي مرکز څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین د درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۲۱:۰
Background image

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه (۱۲۰۰) تنه مجاهدین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتیرو بنسټیزو زده کړو له ښوونځي (۱۲۰۰) تنه مجاهدین له درې نیم میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو. . .

بېرته خبرونه ته