د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د خوست ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۱۴:۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د خوست ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ښاغلي ستر جنرال “اسدالله خالد” د ملي امنیت د لوی ریس جنرال “ضياء سراج” په ملتیا نن د خوست ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه یې د خوست له محترم والي “صدیق پتمن”او ددغه ولایت له امنیتي مسولینو سره لیدنې وکړې.

د دغه سفر په ترڅ کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي خالد د خوست ښار له ښاریانو سره له نیږدې وکتل، په ښار کې وګرځید او د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د خوست له ځانکړې قطعې هم لیدنه وکړه او د دوې له لاسته راوړنو او د خوست خلکو ته د امنیت په راوستو کې له کوښښونو یې تقدیر وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست دفاعي او امنیتي ادارو او منسوبینو ته لارښونه وکړه چې د خوست د خلکو د امنیت لپاره خپل کوښښونه لاپسې زیات کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۹:۳۱
Background image

د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې له مرستیالې سره د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال لیدنه

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل " د افغانستان لپاره د سره سلیب نړيوالې کميټې مرستیالې میرمن بتریس" اوچسلي " سره نن د خپل کار په دفتر کې ولیدل...

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۹:۴۷
Background image

د رسنیو له ارشدو مسوولانو سره د ملي دفاع وزارت د مشرتابه لیدنه او خبرې اترې

د ملي دفاع وزارت وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل"، د پرسونل او ښوونې په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره "یوسف زاده"...

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۲۲:۲۲
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل" د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې...

بېرته خبرونه ته