د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې له رییس سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد نن له غرمې مخکې، ملي دفاع وزارت کې د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې له رییس ښاغلي«یتیموف» سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دغه لیدنه کې دواړه لوري د سرحدي همکاریو، ترهګرۍ سره دمبارزې او سولې په اړه وغږېدل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د تاجکستان همکارۍ څخه منندويي وکړه او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.