د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو د چورلکو په شانداره پریډ کې ګډون وکړ 

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۶:۲۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو د چورلکو په شانداره پریډ کې ګډون وکړ 

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د هوايي ځواکونو د چورلکو پوځي مانور او نندارې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هوايي ځواک د یو شمېر پیلوټانو او تخنیکي انجینرانو له راتګ څخه یې مننه وکړه او ویې ویل: "هېڅ هېواد نه شي کولى چې له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان تکيه وکړي، نو موږ ژمن يو چې په هېواد کې يو پياوړى هوايي ځواک ورغوو."

همدا راز د ملي دفاع وزیر هغه هېوادونو ته په خطاب کې چې په خپله خاوره کې یې د هوايي ځواکونو چورلکې ساتلې دي؛ وویل: موږ په درناوي له هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې له ځان سره لري، غوښتنه کوو چې افغانستان ته د هوايي ځواکونو د الوتکو د راستنېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۹:۸
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ختيځ زون امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه ٢٠١ خالد ابن وليد قول اردو ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" د ختيځو ولايتونو د امنيتي وضعيت ارزونې په موخه د "٢٠١ خالد ابن وليد" قول اردو ته سفر وکړ او هلته يې د يادې قول اردو اړوندو لواګانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲
Background image

د ۲۰۳ المنصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه کمانډو ځواکونه فارغ شول

دغو سرتیرو د بنسټیزو پوځي او لوړ کمانډويي زده کړو وروسته د ۲۰۳ المنصوري قول اردو د درېمې لوا له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

د یادو سرتیرو په فراغټ غونډه کې د خوست والي محمد نبي «عمري» د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۸:۳۴
Background image

د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو څخه د ملي اردو ٢٥٠ منسوبين فارغ شول

نن د کابل ٣١٣ مرکزي قول اردو د بګرام فرقي څخه د ملي اردو ٢٥٠ تنه منسوبين د يو لړ پوځي بنسټيزو، مسلکي او عقيدتي ښوونو وروسته فارغ شول.

دغو فارغ شوو منسوبينو ژمنه وکړه، چې په هر ډول. . .

بېرته خبرونه ته