د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو د چورلکو په شانداره پریډ کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د هوايي ځواکونو د چورلکو پوځي مانور او نندارې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هوايي ځواک د یو شمېر پیلوټانو او تخنیکي انجینرانو له راتګ څخه یې مننه وکړه او ویې ویل: "هېڅ هېواد نه شي کولى چې له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان تکيه وکړي، نو موږ ژمن يو چې په هېواد کې يو پياوړى هوايي ځواک ورغوو."
همدا راز د ملي دفاع وزیر هغه هېوادونو ته په خطاب کې چې په خپله خاوره کې یې د هوايي ځواکونو چورلکې ساتلې دي؛ وویل: موږ په درناوي له هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې له ځان سره لري، غوښتنه کوو چې افغانستان ته د هوايي ځواکونو د الوتکو د راستنېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.